د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د «تاشکند پانګونې فورم» ته په خبرو کې افغانستان سره د تعامل پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، له انزوا د یاد هېواد مخنیوی ته باید لومړیتوب ورکړل شي. میرضیاف ویلي، «موږ د سرپرست حکومت چارواکو سره په نړۍواله کچه د افغانستان انزوا ژغورلو لپاره چې تر بل هر وخت ورته زیاته اړتیا لیدل کیږي رغنده خبرو ته ژمن یو.» نوموړي د سیمې ثبات کې د افغانستان رول ته په اشارې ویلي، د یاد هېواد سوله او اقتصادي وده د ټولې سیمې د پرمختګ کیلي ده.
































