د چين او افريقا اقتصادي او سوداګريز څلورم نندارتون د جون له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د چين د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې تر سره شوی.
په دې نندارتون کې د لاسليک شويو پروژو شمېر ۱۷۶ او عمومي حجم يې ۱۱ ميليارډو او ۳۹۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلی، چې د تېرې دورې په پرتله د پروژو شمېر ۴۵ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي. پر ځايي وخت د جون د ۱۵مې نېټې تر ۱۲ بجو پورې دغه نندارتون ته د نندارچيانو شمېر له ۲۰۰ زرو څخه اوښتی او د تېرې دورې په پرتله يو چند زيات شوی. د پيشګويۍ له مخې، په دې نندارتون کې د تائيد شويو معاملو او احتمالي معاملو ارزښت به ۲ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو يوانو ته ورسېږي.
































