
د ۲۰۲۵کال د چين ـ منځنۍ اسيا د کلتوري تبادلې فعاليت د جون په ۱۶مه نېټه د چين ميډيا ګروپ او د قزاقستان د ولسمشرۍ راډيو او ټلويزيون ګروپ لخوا په استانه کې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې تر سره شوی. دغه فعاليت د چین ـ منځنۍ اسيا په دوهمه سرمشريزه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون په درشل کې جوړ شوی دی.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف ياد فعاليت ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او هيله يې ښودلې، چې دغه فعاليت به په برياليتوب ترسره شي او ګډونوالو ته يې نيکې هيلې څرګندې کړې دي. په دغه فعاليت کې د چين ـ منځنۍ اسيا د رسنيو د همکاریو د پياوړتيا وړانديز خپور شوی او د چين او د منځنۍ اسيا لخوا د یو شمېر ګډ جوړ شويو پروګرامونو د خپرېدو اعلان شوی.
د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د سياست، اقتصاد، کلتور، رسنیو او تعليم په شمول د بېلابېلو برخو څه باندې ۱۵۰ شخصيتونو په دې فعاليت کې ګډون کړی و.
































