سعودي عربستان وایي په ایران کې یوه روزل شوې ترهګره ډله یې نیولې ده. د سعودي عربستان حکومت وایي له یوه لس کسیزه ډله یې نیولې ده، چې وسلې او چاودېدونکي توکي یې لرل او د ایران د سپاه پاسداران له لوري په سعودي عربستان کې ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره روزل شوې وه. سعودي عربستان وايي ایران په دغه ډول کړنو غواړي ددوی هېواد ناامنه کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی او د سعودي عربستان ادعا یې بې بنسټه بللې ده. ایران وايي عربستان تکراري او بې مانا څرګندونې کوي او په دې توګه به خپلو موخو ته و نه رسېږي.
































