د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۱۷مه نېټه په یوه خبري غونډه کې د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا کړنې بیان کړې دي.
دوی ویلي، چې د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړيوال نندارتون به د جولای له ۱۶مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي.
سرچینې دغه راز زیاته کړې چې په دې نندارتون کې به څه باندې ۶۵۰ چيني او بهرني شرکتونه او سازمانونه ګډون وکړي.
دوی وايي چې ۳۵ سلنه ګډونوال به بهرنیان وي او په وینا يې چې ۶۵ سلنه ګډونوال هغه شرکتونه دي، چې ځينې يې د نړۍ د لومړيو ۵۰۰ پياوړو شرکتونو په نوملړ کې ځای لري او ځينې يې په خپل سکټور کې ډېر پياوړي دي.
دغه نندارتون به د لومړي ځل لپاره د ابتکاري ځنځير ځانګړې سيمه جوړه کړي او د وړاندوینې له مخې به څه باندې ۱۰۰ نوي توليدات نندارې ته وړاندې شي، چې دغه شمېر د تېرې دورې په پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.
































