د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که د راتلونکو ټاکنو پایلې یې په زیان وې نو نه یې مني او د امریکا سترې محکمې ته به مراجعه کوي. د کابل په وخت نن سهار شپږ بجې د امریکا په اوهایو کې د دوو مخکښو نوماندانو جوبایډن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټاکنیزه مناظره وشوه. دا په امریکا کې د مخکښو نوماندانو ترمنځ لومړنۍ مناظره وه چې له سپکو سپورو او یو بل ته له سپکاوي کولو ډکه وه. په مناظره کې تر ډېره د امریکا داخلي مسایل مطرح وو او پر نړیوالو مسایلو بحث و نه شو. ټرمپ وویل دیموکراتان په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ پلان لري نو له همدې امله به هغه پایلې و نه مني چې دده پر زیان وي. جوبایډن بیا وویل چې ټرمپ هسې خلک له ټاکنو زړه توري کوي او له ولس یې وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د ټرمپ حکومت ته د پای ټکی کېږدي. بلخوا ټرمپ بیا د جوبایډن زوی له روسیې سره په اړیکه لرلو تورن کړ، خو بایډن یې په مقابل کې وویل، چې ټرمپ د پوتین د لاس روزل شوی سپی دی او د هغه فرمایشات عملي کوي.
































