د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون له ۱۶مې نه تر ۱۸مې نېټې پورې په بلنې سره د چين- منځنۍ اسيا په دوهمه سرمشريزه کې د ګډون په پار قزاقستان ته تللی دی. د چين د خارجه وزير وانګ يي تر دې وروسته په دې اړه معلومات وړاندې کړل.
خارجه وزير وانګ يي ويلي، چين تل د نيګ ګاونډيتوب او دوستۍ په لټه کې دی او له ګاونډيو هېوادونو سره پرمختيايي فرصتونه شريکوي. د منځنۍ اسيا مختلف هېوادونه ليوالتيا لري چې له چين سره خپلو اړيکو ته پرمختګ ورکړي، خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
ده دغه راز ویلي چې د استانا سرمشريزه د روان کال لپاره د منځنۍ اسيا هېوادونو تر ټولو مهمه ډيپلوماتيکه پېښه ګرځېدلې ده. هغه وايي چې د يواړخيزم او پروکتيشنزم پر وړاندې چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه په يو موټيتوب سره يو د بل درناوی کوي، پر ټولشموليت او ورخلاصون ټينګار لري او”ګټې–ګټې“ همکارۍ کوي. په داسې حال کې چې لوی هېوادونه په جلا جلا توګه د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د ډيالوګ ميکانيزمونو د جوړولو هڅه کوي، د چين- منځنۍ اسيا ميکانيزم چټک پرمختګ کړی، اغېزمنې همکارۍ يې کړې او زياتې لاسته راوړنې يې موندلې چې د منځنۍ اسيا د مختلفو هېوادونو ستاينه يې تر لاسه کړې او د سيمه ييزې همکارۍ نمونه بلل شوې ده.































