په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د جون په ۱۸مه نېټه د دغه نړيوال سازمان د عمومي اسمبلۍ د څلورمې کمېټې د فارکلانډ ټاپو په يوه اړونده غونډه کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د ځينو هېوادونو تر استعماري ذهنيت لاندې له تسلط سره دې مخالفت وکړي.
ګنګ شوانګ څرګنده کړه، د فارکلانډ ټاپو په مسئله کې د چين دريځ دايمي او روښانه دی. چين پر دغه ټاپو د ارجنټاين له حاکميت لرلو څخه ټينګ ملاتړ کوي او دا نظر لري چې بايد د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو په رڼا کې په سوله ييزو مذاکراتو د هېوادونو ترمنځ د ځمکو شخړې حل شي.
































