د چين ـ جنوبي اسيا نهم نندارتون د جون په ۱۹مې نېټې د يون نان ولايت د کون مينګ ښار د ديان چي نړيوال نندارتون په مرکز کې پرانيستل شو، چې د روانې مياشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام ولري.
په دغه نندارتون کې د جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره دوه فرعي نندارځي جوړ شوي، چې نژدې ۸۰۰ غرفې پکې ځای پر ځای شوې دي.

هند او پاکستان په دغو فرعي نندارځايونو کې هر يو يې ۱۴۰ غرفې لري، چې دا شمېر د نورو هېوادونو د عرفو په پرتله زيات دی.
سربيره پر دې، په دغه نندارتون کې د جنوب ختيځې اسيا او نورو سيمو لپاره هم ځانګړي تالارونه جوړ شوي دي.
د مالوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د نړۍ د ۵۴ هېوادونو او سيمو شرکتونو ګډون کړی او شاوخوا ۵۰ افغان شرکتونو هم پکې برخه اخیستې ده.
































