د چین – جنوبي اسیا نهم نندارتون د جون له۱۹مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د یون نان ولایت په کون مینګ ښار کې ترسره کېږي . په دغه نندارتون کې د افغانستان ۵۴ شرکتونو ګډون کړی او خپل توليدات يې نندارې او پلور ته وړاندې کړي دي، چې دا شمېر بې ساری دی.
ولې ډېرو افغان شرکتونو په سږني نندارتون کې فعاله ونډه اخيستې؟
د افغان شرکتونو لپاره د چين بازار ډېر باثباته دی، لوړ عاید ترې ترلاسه کولی او د پرمختګ پراخ راتلونکی موندلی شي.
افغانستان د سوله يیزې بیارغونې په مهم پړاو کې دی، خو د لوېديځو هېوادونو د مرستو له تېز کمښت او دوامدارو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، چې د عوایدو یوې باثباته سرچینې ته بیړنۍ اړتیا لري.
د چین دولت رئيس شي جین پینګ د چین او منځنۍ اسیا دوهمې سرمشریزې ته، چې څو ورځې مخکې ترسره شوه، په وينا کې ويلي، چې افغانستان د چين نږدې ګاونډی دی. مونږ به د پرمختګ د توان د ښه کولو او د سولې، ثبات او بیارغونې او پراختیا رامنځته کولو لپاره له افغانستان سره همکارۍ پیاوړې کړو.
د نوموړي دغو څرګندونو د افغانستان موجودې ستونزې رابرسېره او د راتلونکي لوری روښانه کړی او د افغان لوري له هغو غوښتنو سره مطابقت ښيي، چې غواړي د مرستو پر بنسټ اقتصادي ماډل جوړ کړي او د معدني سرچینو، کرنې او ځانګړو لاسي صنایعو په شمول د خپلو ګټورو سرچینو له لارې سیمه يیزې همکارۍ ژورې کړي او امکانات د لاسته راوړنو او پرمختګ لپاره وکاروي.
د افغانستان صنعتي چاپېریال د لسیزو جګړو له امله نه دی جوړ شوی او ځايي محصولات يې د طبیعي ډالۍ او لاسي صنایعو ځانګړتیاوې لري. افغان محصولات چې د کارګرو په مهارتونو جوړېږي او د سیمې ځانګړتیاوې لري، د باکیفیته ژوند، متنوع کلتور او زرغونو تولیداتو په اړه د چینايي مصرف کوونکو له غوښتنو سره سمون لري.
په چين کې هغه نندارتونونه، چې هر کال ترسره کېږي، ډېرو هېوادونو ته د ورخلاصون کړکۍ او هم يوه صادقانه بلنه ده.
افغان سوداګر د چين وارداتي نندارتون او د چين ـ جنوبي اسيا نندارتون کې جلغوزي، غالۍ، د لاجوردو هنري صنایع او زعفران او ځيني نور توکي نندارې او پلور ته وړاندې کوي.
دوی د چين په نندارتونونو کې له چینایي شرکتونو سره د پلور قراردادونه لاسلیکوي او ګام په ګام په چینایي بازار کې ځای مومي او باور پيدا کوي.
افغان تجار محمد امينزی څو ځلې د چین – جنوبي اسیا په نندارتون او د چين په نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی او غالۍ یې د شرکت يوه لویه نښه بلل کېږي.
ښاغلي امينزي د چين لوی بازار ته د هرات، بامیان، غزني او ځينو نورو ولایتونو لاسي غالۍ راوړي او له چيني شرکتونو سره تړونونه لاسليکوي.
د نوموړي دغه چاره د افغان غاليو اوبدونکو او جوړوونکو ته ګټې رسوي او د کارګرو لپاره یې د عايد سرچینه پراخوي.
چين په داسې حال کې، چې په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ ساتنې څپې او غوښتنې پورته شوي، خپل مسؤلیت پر غاړه اخیستی او د خپل بازار د پرانیستلو لپاره ثابت او ټینګ ګامونه اخلي.
چين نه یوازې د نندارتونونو په څېر مهم سوداګريز ډګرونه جوړ کړي، بلکې په دوامداره توګه یې د تعرفو خنډونه هم کم او يا لرې کړي او د ګمرکي اسانتیاوو پالیسي يې غوره کړې ده.
د چین – جنوبي اسیا نهم نندارتون د چین د هغې ژمنې «خپله ژمنه به عملي کوي او خامخا به بريالی کېږي» یو روښانه ثبوت دی.
ګڼ شمېر اسیايي تصدۍ خپل محصولات د همدغه نندارتون له لارې چیني بازار ته وړاندې کوي او دا د چین د ورخلاصون او پرانیستې اغېزې ښه ښکارندويي کوي.
افغانان له ونو د جلغوزيو غوټې راشکوي او په دودیزو لارو ترې جلغوزي وباسي. افغان بزګران د زعفرانو ګل څخه غوره برخه باسي. غالۍ اوبدونکي یې بیا په لسګونو ورځو او میاشتو کې غالۍ اوبدي.
د لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو ته په چیني بازار کې د پلور زمېنه برابره شوې ده.
د هر محصول تر شا د بې شمېره کورنیو ښه ژوند غوټه دی او هم د چینایانو د ژوند کیفیت کې ښه والی راوالي. همدا ډول اړیکې د اقتصادي همکاريو ریښتینې ګټې منعکسوي.
































