په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جون په ۱۹مه نېټه د بېوزلۍ، نابرابر پرمختګ او شخړو تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په علني مباحثوي غونډه کې وينا وکړه.
فو څونګ په خپله وينا کې دې ته په اشارې وويل، چې بېوزلي او نابرابر پرمخګ د شخړو مهم لامل دی.
هغه زیاته کړه: ډېرې د پام وړ مسئلې له اوږدې مودې راهيسې نه دي حل شوې، نو ځکه باید د دې د حل لپاره په همغږۍ سره جامع پلانونه جوړ او تطبیق شي.
فو څونګ زياته کړه، چې نړيواله ټولنه بايد د پرمختګ په برخه کې د لویو توپيرونو د لرې کولو په برخه کې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي، د پرمختګ د لارې په اړه د بېلا بېلو هېوادونو خپلو انتخابونو ته دې درناوی وکړي، د نړيوال پرمختګ د ملګرو اړيکې دې پراخې کړي، نړيواله اداره دې بشپړه کړي او د سولې د تامین چارو ته دې پاملرنه وکړي. ده ویلي چې نړيواله ټولنه بايد د نړيوالو چارو په اجنډا کې د پرمختګ مسئلې ته مرکزي مقام ورکړي او سرچينې دې لومړی د بېوزلۍ د له منځه وړلو، تعليم، استخدام او د توان جوړولو په برخو کې وکارول شي. د ده په وینا چې پرمختللي هېوادونه بايد په رښتينۍ توګه خپلې کړې ژمنې عملي کړي او له پرمختيايي هېوادونو سره دې د پانګو او ټېکنالوژۍ مرستې زياتې کړي.































