د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جون په ۱۹مه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې د اسرائيلو او ايران د جګړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اسرائيلو او ايران ترمنځ جګړه چې يوه اونۍ مخکې پيل شوې د سختېدو په حال کې ده.
ده ویلي، دې جګړې نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته لوی زيانونه رسولي، بلکې د سيمې او نړۍ سوله او ثبات يې له سخت خطر سره مخ کړی او چین ډېر اندېښمن شوی دی.
هغه وايي، د جګړې سختېدل به هېڅ لوري ته ګټه ونه رسوي، برعکس لا لوی زيانونه به واړوي او وضعیت به لا ډېر متزلزل کړي.
هغه د شخړې له ښکېلو خواوو په تيره بيا له اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه، چې د سيمې د هېوادونو د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او سمدلاسه دې جګړه ودروي.
































