د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۹مه نېټه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په ټيلېفوني اړیکه کې د ایران او اسراییل د جګړې او په ټول کې د منځني ختیځ د وضعيت په اړه خبرې وکړې.
پوتين شي جين پينګ ته د منځني ختيځ د وضعيت په اړه د روسيې دريځ بيان کړ او ويې ويل، چې د ايران پر اټومي تاسيساتو د اسرائيلو بريدونه ډېر خطرناک دي. د ده په خبره، د شخړې سختوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ايران اټومي مسئله بايد د خبرو اترو او سلامشورو له لارې حل شي. روسيه هيله لري، چې له چين سره نږدې تماس وساتي او د وضعيت د آرامولو او د سيمې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
شي جين پينګ په ټيلېفوني خبرو کې څلور وړانديزونه وکړل.
لومړی، د بېړني لومړیتوب په توګه د نښتو بندول او اوربند.
دویم، د تر ټولو مهمې مسئلې په توګه د غیرنظامیانو د امنیت تضمین.
درېیم، د اساسي لارې په توګه د خبرو پيلول.
څلورم، د ضروري عامل په توګه د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې.
شي جين پينګ ټینګار وکړ چې چين هيله لري ، له بېلا بېلو خواوو سره همغږي پياوړې کړي چې په منځني ختیځ کې د سولې او عدالت د تامین لپاره به خپل نهايي توان وکاروي.
دواړو مشرانو د چين او روسيې ترمنځ د متقابل سیاسي باور او د لوړې کچې ستراتيژیکې همغږۍ ستاينه وکړه او هوکړه يې وکړه، چې د لوړې کچې تګ راتګ ته به دوام ورکړي، د بېلا بېلو برخو همکارۍ به پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو هراړخيز ستراتيژيک شراکت ته به وده ورکړي.
































