د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی. هغه د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، پاکستان، افغان جګړې زیانمن کړی دی او سوله یې د دوی په ګټه هم ده. علوي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په هر اړخیزه توګه همکاریو ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا ډېرې کړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، دوی د افغانانو تصمیم او ارادې ته درناوی لري او د همدوی په مشرۍ د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي. علوي په یاده لیدنه کې هیله ښودلې چې د عبدالله په مشرۍ روانې هڅې به افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.
































