چین میډیا ګروپ او د منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو رسنیو يو مستند فلم«کورنۍ» جوړ کړی او د چین- منځنۍ اسیا د دوهمې سرمشریزې د ترسره کېدو پرمهال د مختلفو هېوادونو په وېبپاڼو او ټلويزيونو کې خپور شوی دی.
په دغه مستند فلم کې د لاسته راوړنو، کلتوري تبادلې او ساینسي نوښت په برخو کې د یادو هېوادونو ترمنځ د ژورو همکاریو کیسې ویل شوي او د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې نظر پکې انعکاس شوی دی.
د یادو شپږو هېوادونو مشرانو په ۲۰۲۳م کال کې د چین په شي ان ښار کې د چین- منځنۍ اسیا د لومړۍ سرمشریزې پر مهال ګډ عکس اخیستی و او د سږ کال په دوهمې سرمشریزې کې يې د دایمي ښه ګاونډيتوب همکاریز تړون لاسلیک کړی او د څه باندې سلو بریالیتوبونو لېست یې خپور کړی دی.
د سږنۍ سرمشريزې يادې لاسته رواړنې د لویې کورنۍ په شان د شپږو هېوادونو ترمنځ د یووالي او ګډو کوښښونو ښکارندويي کوي.
د چین ـ منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې زر کلن تاریخ لري او د رسمي اړیکو د ټینګېدو له ۳۰ کلونو راهیسې يې هراړخیزو همکاریو د ګډې پراختیا بنسټ برابر کړی دی.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاريو کچه لوړه کړې
منځنۍ اسیا د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند مرکزي سیمه ده او اوسمهال د دې سیمې هېوادونو له چین سره د اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ پياوړې کړې دي.
تېر کال د چین او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ عمومي سوداګریز ارزښت ۹۴ میلیارډه، ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی او نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی. په ورته وخت کې د دواړو خواوو ترمنځ د پانګونې، زرغونو کاني چارو او علمي نوښت په ساحو کې هم ډېرې چارې پرمخ وړل شوې دي، چې دلته به یې څو ساريو ته اشارې ولرو.
د چین- قرغېزستان- ازبکستان ترمنځ د پټلۍ پروژه جوړه او فعاله شوې ده، د چین او قزاقستان د دریمې پټلۍ د جوړونې پر پلان کار روان دی، د چین او تاجکستان د سړک د بیا ترمیم کار دوهم پړاو ته رسیدلی او د چین او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ همکارۍ عادي روانې دي.
د چین- منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ همکاريز میکانیزم ثابت او موثر دی
د چین او د منځنۍ اسیا د ۵ هېوادونو اوږدمهاله باور او همکاريو د دواړو خواوو د متقابل احترام، باور او ګډو ګټو پر بنسټ (د چین- منځنۍ اسیا روحيه) رامنځته کړې ده.
دغو شپږو هېوادونو د ملګرو ملتونو او د شانګهای همکارۍ سازمان په شمول نړيوالو ډګرونو کې د مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په اړه يووالی ساتلی، یو د بل د مرکزي ګټو کلک ملاتړ یې کړی، په ګډه یې نړیوال عدالت او مساوات ساتلي او د څواړخیزم د تطبیق نمونه یې جوړه کړې ده.
دغو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مبارزې کې خپلمنځي همکارۍ ګام په ګام ژورې کړي او د سیمې ارامتیا د ساتلو او د خپلو ملکي وګړیو د خوندیتوب او نیکمرغۍ احساسات یې زیات کړي دي.
کلتوري تبادلې د خلکو ترمنځ د تفاهم پل بلل کېږي
له ۲۰۱۰ کال راهیسې په چین کې د منځنۍ اسیا د محصلینو شمېر له ۱۵۰ زرو پورته ښودل شوی دی.
چين د منځنۍ اسیا په ۵ هېوادونو کې ۱۳ کنفوسیس انسټیټیوټونه جوړ کړي دي.
چين او ازبکستان د روان کال د جون په لومړۍ نېټې د خپلو اتباعو لپاره له ويزې پرته د ۳۰ ورځني سفر تړون نافذ کړی دی. چين له دې وړاندې له قزاقستان او قرغېزستان سره هم ورته تړون کړی دی.د منځنۍ اسیا هېوادونو د چینایانو لپاره پرانیستې رویه غوره کړې ده.
یووالی او اغېزمنې همکارۍ د روښانه راتلونکي سبب ګرځي
د منځنۍ اسیا خلک يوه اصطلاح « یووالی او صمیمي دوستي د نیکمرغۍ او سمسورتیا سبب ګرځي» ډېره کاروي. چین له منځنۍ اسیا هېوادونو سره پر متقابل احترام او باور او اغېزمنو همکاریو ټینګار لري.
دواړو خواوو هراړخیزې ستراتيژيکې اړیکې ټينګې کړي، د ګډ برخلیک ټولنې پر جوړونې یې هوکړه کړې او د سیمې د ثابت پرمختګ او سمسورتیا لپاره يې حیاتي ځواک او ترینګلې نړۍ ته یې فعال ځواک برابر کړی دی.
































