د چین د ملي احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت ۲۰ اعشاریه ۳۲ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د می په میاشت کې په چين کې د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت ۴ اعشاریه ۱۳ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاریه ۴ سلنه زیاتوالی لري او د ودې کچه د تېر اپريل په پرتله ۱ اعشاریه ۳ سلنه ګړندۍ وه.
کارپوهانو په ګوته کړه چې د می په میاشت کې په چین کې د مصرفي توکو د پرچون پلور د ودې میاشتنۍ کچه له تېر کال راهیسې نوې لوړې کچې ته رسېدلې. له دې څخه څرګندېږي چې کورني مصرفي بازار مثبت او ښه شوی او د مصرفي بازار خوځنده ځواک نورهم زیات شوی دی.
































