د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا رییس ته په یو رسمي لیک کې، د امریکا لهخوا پر ایران وروستي برید له فاجعې ډک بللی. هغه دا برید اندېښمنوونکی بللی، او ویلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د نړۍوالې سولې او امنیت ښکاره سرغړونه ده، بلکې بشري او چاپېریالي خطرونه هم له ځان سره لري. عراقچي لیکلي، چې د اټومي تاسیساتو په نښه کول د نړۍوالو قوانینو او پرېکړهلیکونو له مخې منع دي، او دا عمل د جینیوا کنوانسیونونو د الحاقي پروتوکول له ۵۶مې مادې سره هم ټکر لري. نوموړي ټینګار کړی چې دا برید په نړۍوالو اړیکو کې بېساری سقوط ښيي او امریکا باید د دې «جنایت» لپاره حساب ورکوونکې وپېژندل شي. هغه له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د نړیوال نظم د ساتونکي په توګه دې د امریکا پر ضد کلک دریځ ونیسي.
































