د چین او جنوبي اسیا ۹م نندارتون د جون په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ چې تر اوسه پورې په دې نندارتون کې ۱۶۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي چې عمومي ارزښت يې ۸ ملیارډو ۶۶۳ میلیونو یوانو ته رسېدلی دی.
د چین او جنوبي اسیا ۹م نندارتون د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه پرانیستل شو. له جنوبي اسیا او جنوب ختیځې اسیا څخه د ۷۳ هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو څه د پاسه ۲۵۰۰ تصدیو په دغه نندارتون کې ګډون درلود. دا نندارتون د جون په ۲۴مه نېټه پای ته رسېږي.
































