د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د سينګاپور له صدراعظم لاورنس وانګ سره ليدلي.
شي جين پينګ د سینګاپور د صدراعظم په توګه د لاورنس وانګ بیاځلي ټاکل کېدو په مناسبت هغه ته مبارکي وويله.
ده وويل، سږ کال د چين او سينګاپور ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو ۳۵مه کليزه ده او زیاته يې کړه چې دواړو خواوو تل متقابل تفاهم او درناوي ته غاړه ايښې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د چين او سينګاپور همکاري په ټولو مرحلو کې د چين د پرمختګ له لوري او لومړيتوبونو سره سمون لري، او د سو جو صنعتي پارک په څېر يې د همکارۍ سترې پايلې ترلاسه کړې دي. رئيس شي جین پينګ زياته کړه، چې دواړه خواوې بايد د دوه اړخيزو اړيکو له پرمختګ څخه تجربه او پند واخلي، ښه دودونه دې په ميراث پرېږدي او وده دې ورکړي.
ده دغه راز ویلي چې د چين او سينګاپور د دوستۍ ساتلو ساحه کې به لا زياتې لاسته راوړنې وموندل شي.
































