د روان کال د سپتمبر په ۳مه نېټه به د چین د پلازمینې بېجینګ په تیان ان من میدان کې لوی رسم ګذشت ترسره شي او هغه مهال به د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسیون رئیس شي جین پینګ د دې رسم ګذشت په ترڅ کې د پوځيانو احترام ومني.
د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ چې رئیس شي جين پينګ به د سپتمبر د ۳مې نېټې په سهار د جاپاني تېری کوونکو ضد د چينایانو د مقاومتي جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې په ياد غونډه کې ګډون او مهمه وينا به وکړي.