روسیه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکې ده. په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف ویلي بین الافغاني خبرې د افغانستان لپاره یو ښه پیل دی او ددې اړتیا ده چې تر هر څه وړاندې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند توافق وشي. ژیرنوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغان سولې بشپړ ملاتړ کوي او دې ته تیار دي چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. هغه ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او روسیه هڅه کوي په مذاکراتو کې مثبت رول ولوبوي. حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د روسیې له تېرو همکاریو مننه کړې ده او ددغه هېواد مرستې یې مهمې بللې دي.
































