د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تیکا دفتر په همکارۍ جوړ شوي نندارتون کې د اسلامي خطاطۍ ۱۱۰ بېلابېل هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې د افغانستان او ترکیې هېوادونو د هنرمندانو تر منځ د ګډو نندارتونونو جوړول او د دوی هنري آثار معرفي کول د کلتور او هنر په وده کې ګټور اقدام دی.
































