د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا ویلي چې اروپايي پارلمان په یوه غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې پارلمان ویلي په افغانستان کې د ټولشموله مذاکراتو غوښتونکي دي او پر ښکېلو لورو غږ کوي چې ژر تر ژره پر یوه دایمي اوربند هوکړه وکړي. د سرچینې په خبره د افغانستان اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او ددې اړتیا ده چې جګړې ودرول شي او اوربند رامنځ ته شي. په ورته وخت کې افغان حکومت د اروپایي پارلمان ددې غوښتنې هرکلی کړی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي له افغان سولې د اروپايي ټولنې ملاتړ مهم دی او افغان حکومت یې د اوربند د رامنځ ته کېدو له غوښتنې هرکلی کوي.
































