د چين دولت رئیس شي جين پینګ او د موزامبیک ولسمشر دانيل فرانسیسکو چاپو د جون په ۲۵ مه يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړیکو د ټينګېدو د ۵۰ مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه واستاول.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، چين او موزامبيک د خپلو سياسي اړيکو د ټينګېدو له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې پر نړۍ حاکمو هر ډول شرایطو کې تل يو پر بل باور کړی، يو د بل ملاتړ کوي او ټینګه دوستي يې پاللې ده.
هغه وويل، دی د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي چې د پراختيا لپاره يې له ولسمشر چاپو سره ګډې هڅې وکړي، د اړيکو ۵۰ مه کليزه يې يوه نوې پیلامه بولي.
ده زیاته کړې چې دواړو هېوادونو لرغونې دوستي ساتلې او باید د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ او د چين او افريقا د همکارۍ فورم په شمول په یو شمېر مهمو برخو کې ګټې – ګټې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيز ستراتېژيک مشارکت نوی فصل پرانیزي.
دانيل فرانسیسکو چاپو په خپل پيغام کې د موزامبيک د استقلال د ترلاسه کولو په برخه کې د چين له ملاتړ مننه کړې او په وينا يې ، هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، د ملي وحدت لپاره د چين د حکومت له هڅو څخه ملاتړ کوي، دغه راز د چين له مهمو نوښتونو هم ملاتړ کوي او غواړي چې له چين سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اساس خپلمنځي دوه اړخيزې اړیکې ژورې کړي، عملي همکارۍ پراخې کړي، څواړخیزم وساتي او د نړيوالې سولې، امنيت او ثبات لپاره ګډې هڅې وکړي.































