المپیک د نړیوال کمیټې نوې ټاکل شوې رئیسې کیرستي کوونتري د جون په ۲۳مه د سویس په لوزان ښار کې له سي اېم جي سره ځانګړې مرکه کې ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به چین ته سفر وکړي.
دا د المپیک نړیوالې کمیټې د مشرې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته له رسنیو سره د هغې لومړنۍ مرکه ده.
کوونتري د سي اېم جي او د المپیک نړیوالې کمیټې ترمنځ د همکارۍ ستاینه وکړه او دا همکاري يې «ډېره وتلې» وبلله.
دې وویل چې د دواړو خواوو اړیکې ورځ په ورځ پیاوړې او نږدې کېږي.
































