د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنيت شورا د سکرترانو ۲۰ مه غونډه د جون په ۲۴ مه په بېجينګ کې ترسره شوه.
د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير وانګ شياو هونګ په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
وانګ شياو هونګ وويل، د چين دولت رئیس شي جين پينګ د انسانانو برخليک او سرنوشت ته په کتو د نړيوال امنيت په برخه کې نوښت کړی، چې له مخې يې دې هېوادونه د خونديتوب داسې نوې لار غوره کړي چې تقابل نه بلکې خبرې دې وکړي، منسلکي اړيکې نه، بلکې ملګرتيا دې ټينګې کړي، صفر جامع لوبه نه بلکې ګټې – ګټې همکارۍ دې وکړي.
وانګ يي زياته کړه، چې هېواد يې غواړي د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د نړيوال امنيت نوښت عملي کړي،”شهانګهای روحيه“ خپره کړي، د قانون تطبيق د خونديتوب په برخه کې دې همکارۍ په هراړخيزه توګه ژورې کړي او د دغه سازمان د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د نړيوالې او سيمه يیزې سولې او ثبات لپاره دې لازيات خدمتونه وکړي.
په ياده غونډه کې د شهانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو استازو او د دغه سازمان د سکرتريت او د ترهګرۍ ضد سيمه ييزو ارکانونو د اجرائيوي کمېټې استازو هم ويناوې وکړې.
































