ایران یو ځل بیا ویلي چې د بین الافغاني خبرو له روان بهیر د ملاتړ تر څنګ د سولې په راوستو کې خپلې همکارۍ کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له حنیف اتمر سره په تلیفوني مکالمه کې ویلي چې د بین الافغاني خبرو پیل د افغان جګړې د ختمولو لپاره یو مهم ګام دی او ایران په ښه سترګه ورته ګوري. دده په خبره دوی له افغان سولې سره همکاریو ته تیار دي او تمه لري چې بین الافغاني خبرې د اوږدې جګړې د دایمي پای سبب شي. ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغان سولې سره همکار دي او که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب هم کوي.
































