د راپورونو له مخې د هندوستان د دفاع وزیر راجناټ سېنګ د شانګهای همکاریو سازمان (ایس سي او) د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې نوی ډيلی د افغانستان د سولې، امنیت او ټیکاو پیاوړی ملاتړی دی. نوموړي ویلي، چې هند د افغانستان تر ټولو ستر سیمهییز پرمختیایي شریک دی او د افغانانو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرامونه پر مخ وړي. راجناټ سېنګ زیاته کړې، چې له افغانانو سره به بشري مرستو او پراختیایي پروژو ته دوام ورکړي.
































