د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هیواد کې د وروستیو ورښتونو او را وتلو سېلابونو له کبله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د خېبر پښتونخوا ایالت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر شافهد ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او د دوی ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي. هغه وایي، په دغه سېلابونو کې ۱۷ کسان ډوب شوي او د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي. ځايي چارواکو په دغو سېلابونو کې د لسګونه کسانو د اېسارېدو خبر ورکړی دی. د دوی په خبره ژغورونکو ډلو په چټکۍ سره خپل عملیات پیل کړي دي. د معلوماتو له مخې؛ د سوات په پنځه بېلابېلو سیمو کې ژغورونکې ډلې پر عملیاتو بوختې دي.
































