د ۲۰۲۵م کال د بېجینګ د کلتوري او سياحتي مصرف نړيوال نندارتون د جون له ۲۰ مې تر ۲۲ مې نېټې پورې په دغه ښار کې ترسره شو.
په دغه نندارتون کې چې په څه باندې ۳۰ زره مربع متره ساحه کې ترسره شو، څه باندې ۵۰۰ تصديو پکې ګډون کړی و، د کلتوري او سياحتي صنايعو نوي تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوې، څه باندې ۱۰۳ زره کتوونکي يې راجلب کړي او پر مهال يې د ۲۱۱ ميليونو يوانو په ارزښت سوداګريزې معاملې شوې دي.
د يادونې ده چې په دغه نندارتون کې د روسيې او جاپان په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو سياحتي ارګانونو هم ګډون کړی و او ۳۹ نړيوالو تصديو خپل نوي کلتوري او سياحتي توليدات نندارې ته وړاندې کړي، چې دغه شمېر د تېرې دورې د نندارتون په پرتله يو چند زياتوالی ښيي.
































