د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جون په ۲۶مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې په چین کې د پانګونې او ګډ پرمختګ لپاره د ټولو هېوادونو د شرکتونو هرکلی کوي.
نوموړي ويلي، چې د داوس د دوبي شپاړسم فورم د چين په تيان جین ښار کې په بريالۍ توګه پای ته رسېدلی. هغه وايي چې د چين صدراعظم لي چيانګ د دې فورم پرانيستونکو مراسمو ته وينا کړې او د بېلابېلو هېوادونو له ګډونوالو او د صنعتي او سوداګريزو برخو له استازو سره يې ناسته تر سره کړې ده.
د ده په وینا دا د اقتصاد پر ثابت او سالم پرمختګ د چين باور څرګندوي او د نړیوال اقتصاد لپاره د چين د خوځونده قوې د برابرولو اراده يې ښودلې ده.
































