د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۲۷مه نېټه ۴۹م او ۵۰م رئیسه فرمانونه لاسلیک کړل.
د ۴۹م فرمان له مخې، د چین ولسي جمهوریت د عامه امنيت د مدیریت او د سزا ورکولو قانون په همدې ورځ د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرس د دایمي کمېټې په ۱۶مه ناسته کې اصلاح او تصویب شو او د راتلونکی ۲۰۲۶م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه به نافذ شي.
د ۵۰م فرمان له مخې، د چین ولسي جمهوریت د ناعادلانه سیالۍ ضد قانون هم په همدې ورځ اصلاح او تصویب شو او د راتلونکي اکتوبر له ۱۵مې نېټې څخه به نافذ شي.































