روسیې د اذربایجان او ارمانیا ترمنځ د خبرو لپاره د کوربه توب وړاندیز کړی دی. له څو ورځو راهیسې په د اذربایجان په ناګورنو قرباغ کې د اذربایجانی او ارمني ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي. تر دې دمه په جګړه کې سل کسه وژل شوي دي. یاده سیمه په اصل کې د اذربایجان ده خو ارمني ځواکونو لاندې کړې ده او اوس اذربایجان وایي تر هغه به جګړه کوي چې ارمني ځواکونه یې له دې ځای ایستلي نه وي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په خبرو کې ویلي، چې جګړه دې ودروي او د مذاکراتو لپاره یې مسکو کوربه توب کوي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین هم د نړۍ له هېوادونو ددغه جګړې ددرولو غوښتنه کړې ده. فرانسې هم له دواړو هېوادونو غوښتي چې جګړه ودروي.
































