د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو موروس د جون په ۲۷مه نېټه د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مطبوعاتو ملي جايزې د ورکولو په مراسمو کې هيله وښوده چې د وينزويلا او چين فکري مرکزونه خپلمنځي نظرتبادلې او همکارۍ لا پسې پياوړې کړي.
هغه د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه د وينزويلا په پلازمېنه کاراکاس کې جوړ شوی هغه فورم ستايلی چې سرليک يې و، د شي جين پينګ د نوې زمانې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليستي افکار – د ۲۱مې پېړۍ سوسياليستي سيمينار.
هغه څرګنده کړه چې دا فورم په وينزويلا کې ډېر تود هرکلی شوی، د دواړو هېوادونو نظرتبادلې ته غني واکمنې تجربې برابرې کړې او له چين څخه د وينزويلا د زده کړې لپاره يې ښه ډګر جوړ کړی دی. د ده په خبره چين دې لا زيات همداسې فعاليتونه جوړ کړي.
































