د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د شيځانګ کورواکې سيمې د لين جه ښار د با يي سيمې د لين جه علاقه دارۍ ګالا کلي ټولو اوسېدونکو ته ځوابي پيغام استولی او هغوی ته يې نېکې هيلې وړاندې کړې دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې په ګالا کلي کې د نويو بدلونونو د راتللو له امله خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې کليوال د ګوند د اغېزمنو پاليسيو تر لارښوونې لاندې قومي وحدت وساتي، نيکمرغه ژوند ولري، په شاوخوا کې د ښکلې طبيعي منظرو ساتنه وکړي او د هېواد په سرحدي سيمو کې د ابادۍ چارو ته خدمتونه برابر کړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱ کال په جولای کې له ګالا کلي څخه ليدنه کړې ده.































