د مکسيکو د استازيو مجلس مشر سيرګيو کارلوس ګوټريس په دې وروستيو کې د پلاوي په مشرۍ له چين څخه ليدنه کړې. هغه د سي ايم جي له خبريال سره ځانګړې مرکه وکړه او په ترڅ کې يې ويلي، مکسيکو او چين بايد د خپلمنځي ډيالوګ او متقابل درناوي لپاره هڅه وکړي. د لاتيني امريکا او چين د اړيکو ژورتيا به خلکو ته د لا نيکمرغه ژوند لار وښيي.
































