د چين د ځوانانو ملي ټولنې د ۱۴مې کمېټې عمومي غونډه او د زده کوونکو ائتلافي ټولنې ۲۸ ملي کانګرس به د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په منظورۍ د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲مې او ۳مې نېټې په بېجينګ کې تر سره شي. دا به د شي جين پينګ په مشرۍ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لخوا د ټول ګوند، هېواد او د مختلفو قومونو د خلکو د لارښوونې او په چيني شکله عصريتوب سره د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د ملت د بيا سمسورتيا د پرمخبيولو په کليدي موده کې د دغه هېواد د ځوانانو يوه ستره پېښه وي.
په دغو غونډو کې به پر اړوندو کاري راپورونو څېړونه او بحثونه وشي، د چين د ځوانانو ملي ټولنې او د زده کوونکو ائتلافي ټولنې منشور به اصلاح شي او د يادو دوو ټولنو نوې دورې مشران به وټاکل شي.































