د چين د لوجيسټيک او پېر ټولنې د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې د دغه هېواد د لوجيسټيک، بهرنۍ سوداګرۍ او لګښت په شمول د ډېرو برخو شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د چين اقتصادي پرمختګ له خوځنده قوت څخه ډک او پياوړی ښودل شوی دی.
د چين د لوجيسټيک او پېر ټولنې يادې شمېرې د جون په ۲۹مې نېټې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په تېرو ۵ مياشتو کې د دغه هېواد د لوجيسټيک عمومي وضعيت ثابت او جوړښت یې بشپړ ښودل شوی دی.
په چين کې د روان کال له جنورۍ څخه تر مې پورې د لېږد ـ رالېږد شويو توکو عمومي ارزښت ۱۳۸ زره او ۷۰۰ ميليارډه يوانه و، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.
شمېرې ښيي، په تېرې مې کې د چين د صنعتي چارو د لوړوالي او د تګلارو د تطبيق تر تحريک لاندې د اکثرو صنعتي توليداتو د لوجيسټيک اړتياوې زياتې وې او د لوجيسټيک د اړتياوو په زياتوالي کې يې د ماشينونو د توليدي چارو ونډه له ۵۰ سلنې لوړه او د موټرونو د توليدي چارو، د کمپيوټرونو او مخباراتي چارو او د نورو برقي توکو توليدي چارو ونډې يې له ۱۰ سلنه لوړې وې.
په چين کې د تګلارو د تطبيق او د رخصتيو تر اغېزو لاندې، د مصرفي توکو د لېږد رالېږد اړتياوې هم لوړې شوې دي.
شمېرې ښيي، د روان کال له جنورۍ تر مې پورې خلکو ته د لېږدول شويو توکو ارزښت او د انلاين سوداګريزو توکو د پرچون د خرڅلاو ارزښت په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاريه ۴ سلنه او ۶ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.
برسېره پر دې، په چين کې د لوجيسټيک د تېرو ۵ مياشتو عمومي عوايد ۵۶۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلي، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوي دي.
د چين د لوجيسټيک او پېر ټولنې يادې شمېرې ښيي، چې د روان په تېرو ۵ میاشتو کې نړيوالو باروړونکو پروازونو او د رېل پټليو نړيوال ټرانسپورټ د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو د ثبات ملاتړ کړی دی.
سيمه ييزو هېوادونو د رسيپ تړون د تطبيق په رڼا کې سږ کال د تعرفو کچې ټيټې کړي، د صنعتي ځنځير همغږي يې پياوړې کړې او د امتيازي تګلارو له لارې يې خپلو تجارتي تصديو ته نوي فرصتونه رسولي دي.
شمېرې ښيي، د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې د چين او د رسيپ د نورو غړو هېوادونو ترمنځ د توکو د سوداګرۍ ارزښت ۵۵۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۹ سلنه لوړوالی او په ورته موده کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي د انډول په پرتله په سلو کې يو اعشاريه ۴ لوړوالی ښيي.
په روان کال کې د رسیپ د غړيو هېوادونو ترمنځ سمندري مسيرونه، باروړونکي اورګاډي او باروړونکي موټرونه د زياتېدو په حال کې دي او د سيمې د اقتصادي يووالي سرعت يې لوړ شوی دی.
اوسمهال د اسيان د مېوو موسم دی.
د اسیان تازه مېوي، چې ښه خوند او کيفيت لري او بيې يې هم ټيټې دي، د ګمرکي چارو د اسانې پاليسۍ په رڼا کې د چين ګوانګ شي سیمې ته صادريږي او په ډېرې چټکۍ چيني مارکېټونو ته رسېږي.
د روان کال په پيل کې د چين، لاوس او تايلنډ ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو نوبتي مسير پرانيستل شوی دی.
دغه مسير د چين له چونګ چينګ ښار څخه د دغه هېواد د يون نان ولايت د موه هان بندر او د لاوس له وينتيان څخه د تايلنډ رايونګ (Rayong) پورې غځېدلی، چې پخوا پرې ۸ ورځې مزل کېده او اوس يې دغه مزل ۵ ورځو ته راټيټ شوی او ټرانسپورټي لګښت يې هم ۱۵ سلنه کم شوی دی.
رسيپ په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ تر ټولو لوی تړون دی، چې د چين، اسټراليا، جاپان، کوريا جمهوريت، نوي زيلنډ او د اسيان د لسو هېوادونو په شمول ۱۵ غړي لري.
سږکال د رسيپ د نافذېدو څلورم کال دی او ۱۵ غړي هېوادونو يې پر مختلفو سکټورونو او سوداګريزو توکو د ګمرکي تعرفو کمولو ته دوام ورکړی دی.
کارپوهان باور ښيي، چې د رسيپ د غړيو هېوادونو کمې تعرفې به بهرنيو تصديو ته ډېر فرصتونه برابر کړي او ښې ګټې به ورته رسوي.
































