د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې ۱۵۰ تنه ځوانان له حرفوي او فني زده کړو د ترلاسه کولو وروسته فارغ شوي دي. د سرچینې په وینا، فارغ شویو کسانو ته د خیاطۍ، ترکاڼۍ، موبایل ترمیم او کمپیوټر په برخه کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې او همدارنګه یادو کسانو ته د سندونو ترڅنګ د خیاطۍ، ترکاڼۍ او موبایل ترمیم حرفو له فارغانو سره اړین کاري وسایلو مرسته هم وشوه، څو هغوی وکولای شي خپلې اقتصادي اړتیاوې په خپله پوره کړي.
































