د چين د ځوانانو ملي ټولنې د ۱۴مې کمېټې عمومي غونډه او د محصلينو ائتلافي ټولنې ۲۸ ملي کانګرس د جولای په ۲مه نېټه په بېجینګ کې پرانیستل شو. د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ د ګوند د مرکزي کمېټې په استازیتوب یادې غونډې او کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام لیږی او پکې یې د هېواد په دننه او بهر کې د مختلفو قومونو او ټولنو ځوانانو او محصلینو ته نیکې هیلې وړاندې کړې.
شي جين پينګ په دې پيغام کې ویلي، ځوانان د چیني شکله عصري کېدو په جریان کې د هېواد په ابادۍ او د ملت سمسورتیا کې ستر رول لري. ده ویلي چې ځوانان باید د چین د کمونېست ګوند او خلکو له غوښتنې سره سم خپلې ارادې ټینګې کړي او تاریخې دندې دې پر غاړه واخلي تر څو خپل وخت په ارزښتناک ډول مصرف کړي.
د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او د دولتي ارګانونو، د چين د ځوانانو ملي ټولنې د ۱۴مې کمېټې غړو او د محصلینو ائتلافي ټولنې د ۲۸ کنفرانس استازو او د بېجینګ د مختلفو ټولنو او محصلینو استازو په شمول شاوخوا ۳۰۰۰ تنو د یادې غونډې او کنفرانس په پرانیستونکو مراسمو کې برخه واخیسته.































