د چین د سپکو صنایعو ټولنې تازه شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د لويې پيمانې سپکو صنایعو د چارو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۷ سلنه زیات شوی او ۹ ټریلیونو ۲۷۰ میلیارډو یوانو ته رسېدلی. سرچینه وايي، دا د دې ښکارندويي کوي چې د چین د سپکو صنایعو تولید ثابت پرمختګ موندلی او د تېر کال له څلورمې ربعې راهیسې پکې ښه والی راغلی دی.
































