اوکرایني چارواکي وایي چې د لوهانسک په ځنګلونو کې اورلګېدنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي. د اوکراین د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې زیاته کړې، چې د سیمې د درېیو ولسوالیو په ځنګلونو کې د اورلګېدو په پېښه کې لس نور کسان ټپیان شوي دي. د دغې ادارې په خبره، له ځپل شوې سیمې څخه یې شاخوا ۱۲۰ کسان ژغورلي هم دي. د چارواکو په وینا، سیمې ته یې اوروژونکي ډله استولې ده او اوسمهال د اور مړه کولو ترڅنګ د خلکو د ژغورلو هڅه کوي. تر اوسه د اور لګېدنې علت معلوم نه دی.
































