د امریکا ټرانسپورټ وزارت د روان کال د جون په لومړیو کې خبر ورکړی، چې د کالیفورنیا د چټک اورګاډي د رېل پټلۍ د جوړولو کارونه د ځينو خنډونو او ستونزو له امله ورو شوي دي.
د دې چټکې رېل پټلۍ د جوړولو چارې په ۲۰۰۸م کال کې پيل شوي او تراوسه یې يوه کوچنۍ برخه بشپړه شوې ده.
د کالیفورنیا دغه رېل پټلي په امریکا کې د لومړۍ پلان شوې چټکې ریل پټلۍ او هم په دغه هېواد کې د زرغون پرمختګ لومړۍ ځېرکه ټرانسپورټي پروژه ده، چې سان فرانسيسکو او لاس انجلس سره نښلوي او واټن يې شاوخوا ۶۰۰ کیلو متره ښودل شوی دی.
د امريکا د دغې رېل پټلۍ واټن په چین کې د بېجينګ ـ جنګ جو ښارونو ترمنځ فاصلې سره برابر دی، خو چین ډېر پخوا د يادو دوو ښارونو ترمنځ چټکه رېل پټلي بشپړه کړې ده.
د چين چټک اورګاډی د بېجينګ ـ جنګ جو ښارونو ترمنځ واټن شاوخوا ۳ ساعتونو کې وهي.
د امریکا ټرانسپورټ وزارت ويلي، چې د کالیفورنیا د چټکې رېل پټلۍ پروژه د ساختماني خنډونو او کمزوري مدیریت او يو شمېر نورو ستونزو له امله ټکنۍ شوې او چارې یې کابو په ټپه درېدلې دي.
دغه پروژه په ۲۰۰۸م کال کې تصويب شوې او تراوسه پورې ۱۷ کاله تېر شوي او شاوخوا ۱۶ ميليارډه ډالر پرې مصرف شوي دي، خو تر دې دمه یې یو لین هم نه دی بشپړ شوی.
د امریکا ټرانسپورټ وزارت د کالیفورنیا د چټکې رېل پټلۍ ادارې څخه غوښتي، چې د جولای له ۱۱مې نېټې مخکې د يادې پروژې په اړه ځواب ووایي، که نه د شاوخوا ۴ ميلیارډو ډالرو اضافي پانګې به يې لغوه کړي.
د امريکا د کالیفورنیا پوهنتون د قانون پوهنځي د اقلیمي پروژې مدیر ایسان ایلکینډ رسنيو ته ويلي، چې د کالیفورنیا د چټک اورګاډي د رېل پټلۍ د جوړېدو له پلان مخکې په شمالي امریکا کې چټکه رېل پټلي نه وه جوړه شوې او هغه مهال دلته چا کافي پوهه هم نه درلوده، خو د دغې پروژې چارې ډېرې په چټکۍ پيل شوې.
د نوموړي په وينا، د کالیفورنیا دولتي سیسټم غیر متمرکز دی او د بنسټیزو تاسیساتو ابادي يې فدرالي او ایالتي جوازونو ته اړتیا لري.
د کالیفورنیا د چټکې رېل پټلۍ اداره له ډېرو خنډونو سره مخ شوې، چې دا په حقیقت کې د کالیفورنیا د ایالتي حکومت د غیر فعالې حکومتولۍ څرګندويي کوي.
د کالیفورنیا د چټکې رېل پټلۍ پروژې ډېرې ننګونې او ستونزې تجربه کړي او ښايي د بشپړېدو چارې يې له ۲۰۳۰م کال څخه مخکې بشپړې نه شي.
دا پدې مانا ده، چې د کالیفورنیا د چټکې رېل پټلۍ اداره به لږ تر لږه نور پنځه کالونه هم تجربه کړي.
که د امريکا فدرالي حکومت د کالیفورنیا د چټکې رېل پټلۍ ادارې څخه پانګه راوګرځوي، نو بیا به کوم وخت د دې پروژې چارې بشپړې شي؟
د کالیفورنیا د چټکې رېل پټلۍ اداره د پانګو شاوخوا درېیمه برخه له فدرالي حکومت څخه ترلاسه کوي.
د بایډن حکومت له ۲۰۲۳م کال څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې د دې پټلۍ د منځنۍ برخې د جوړولو لپاره ۳ ميلیارډه ډالره اضافي پانګه برابره کړې وه، خو د ټرمپ حکومت بیا په دې وروستیو کې د کالیفورنیا د چټکې ریل پټلۍ د پروژې لپاره د پانګې د نه ورکولو ګواښ کړی دی.
کارپوهان وايي، که د ټرمپ حکومت يادې پروژې ته پانګه ورنه کړي، نو بې له شکه د کالیفورنیا د چټکې رېل پټلۍ اداره به له نورو سختو ستونزو سره مخ شي.
د کالیفورنیا د چټکې ریل پټلۍ د پروژې یوه پخواني سلاکار رسنيو ته ويلي، چې پر يادې پروژې د پیسو ضایع کول کومه لویه ستونزه نه ده، بلکې تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې هیڅوک به بیا جرئت ونه کړي، چې په امريکايي شرکتو چټکې ريل پټلۍ جوړې کړي.
د نوموړي په خبره، د تمو او واقعیت ترمنځ تشه د مسافرو لپاره ستونزې پيدا کوي او ورسره د حکومت د عامه خدمتي وړتیاوو په اړه د خلکو شکونه هم راپورته کوي.
































