د چين ميډيا ګروپ مرستيال رئيس وانګ شياو جن د جولای د ۳ مې نېټې په سهار د دغه هېواد د دولتي شورا په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين ميډيا ګروپ له جاپاني تېري کوونکو سره د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د بريا د ۸۰ مې کليزې د لمانځنې په پار ځانګړې کاري ډله جوړه کړې او يولړ ځانګړي فلمونه او هنري خپرونې به خپرې کړي.
د نوموي په وينا، ياد فلمونه او هنري خپرونې به په ډېرو ژبو ترجمه شوي او د چين ميډيا ګروپ په بېلابېلو رسنيزو پلاټفورمونو کې به خپرې شي، څو کتوونکو ته د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې لپاره د چينايانو مهم خدمتونه وروپېژني او د يادې جګړې د بريا د ۸۰ مې کلیزې د لمانځنې لپاره ښه فضا رامنځته کړي.
































