د اروپايي کمېسيون رئیسې اورسوله ون درلين په ځايي وخت د جولای په ۲مه نېټه په بروکسيل کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره ليدنه کړې.
وانګ يي په دې ليدنه کې ويلي، چې روان کال د چين او اروپا ترمنځ رسمي اړيکو د ټينګېدو ۵۰مه او د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کليزه ده. د هغه په وينا، چين غواړي چې له اروپا سره د خپلمنځي اړيکو د تېرو ۵۰ کلونو د پرمختګ د ګټورو او مهمو تجربو له مخې په راتلونکو ۵۰ کلونو کې د دواړو خواوو د ډيالوګ او همکارۍ لپاره پلان جوړ کړي.
اورسوله ون درلين ويلي، چې د اروپا او چين د مشرانو غونډه به ژر جوړه شي او په هغه وخت کې به د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د ټينګېدو ۵۰مه کليزه ولمانځي. د هغې په خبره، اروپايي لوری د دواړو خواوو ترمنځ د ثابتو او رغنده اړيکو د پرمختګ او د متقابلو ګټو پر اساس سوداګريزو همکاریو د پياوړتيا لپاره هڅه کوي او هيله يې ښودلې، چې د چين رهبر سره د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه ژورې خبرې اترې تر سره کړي، څو خپلمنځي همکارۍ نورې ژورې کړي او د اقليمي بدلون په شمول د نړيوالو ستونزو د حل په برخه کې ګډه هڅه وکړي.
































