د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د جولای په ۲مه په بروکسيل کې د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له لوړپوړې استازې کاجا کلاس سره د چين او اروپا ترمنځ د لوړې کچې ديارلسم ستراتېژيکې خبرې ترسره کړې.
وانګ يي په دې خبروکې وويل، سږ د چين او اروپا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۵۰ مه او د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰ مه کليزه ده او د چين او اروپا د مشرانو غونډه چې ژر به پيل شي، ډېره د پاملرنې وړ ده. د چين او اروپا ترمنځ د اړیکو پرمختيايي تجربه ښيي، چې دواړه خواوې سيالان نه، بلکې همکاران دي. هغه زیاته کړه چې دواړه خواوې د دوو لويو طاقتونو او دوو لویو اقتصادونو په توګه دې خپلمنځي راشه درشه، متقابل تفاهم، اعتماد او همکارۍ پیاوړې کړې.
دی دغه راز وايي چې دواړه لوري دې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړيوال نظم وساتي او نړۍ ته دې د ثبات زمینه برابره کړي.
نوموړي زياته کړه، چې چين غواړي له اروپا سره ګډې هڅې وکړي، څو د دواړو خواوو د مشرانو ملاقات مثبتې لاسته راوړنې ولري او د خپلمنځي راتلونکو اړيکو لپاره لوری روښانه کړي.
کاجا کلاس په خپلو خبرو کې اروپا او چين همکاران بللي او په وينا يې دواړه خواوې د ملګرو ملتونو له لارښوونکي رول څخه د ملاتړ او د نړيوالو قوانينو او نړيوال نظم د ساتلو په برخو کې ګډ مسئوليت او مهمې اغېزې لري. دې دغه راز وویل چې اروپايي ټولنه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او له چين سره د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د کېدونکي ملاقات لپاره چمتوالی نيسي، د صادقانه خبرو له لارې متقابل پوهاوی زياتول، د خپلمنځي اړيکو وده او د لا متوازنو او عادلانه اقتصادي او سوداګريزو همکاریو غوښتنه کوي.
































