چین یو ځل بیا له کرونا وبا سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین میرویس ناب سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې په نږدې راتلونکي کې له کرونا سره د مبارزې په موخه د مرستې یوه بله جوپه هم افغانستان ته راولېږي. هغه دغه راز زیاته کړې، چين به له افغانستان سره په نورو برخو کې د پروژو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي او دغه راز به د افغانستان د سولې او روغې جوړې په بهير کې خپل رغنده رول ولوبوي.
































