د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ یي د ځايي وخت د جولای په ۳مه نېټه په برلین کې د جرمني د بهرنيو چارو له وزیر واديفول سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
وانګ يي وویل، چې سږ کال د چین او اروپايي ټولنې د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت پنځوسمه کلیزه ده او دواړه لوري یو د بل هر اړخیز سټراټژيک همکاران پاتې شوي دي.
ده زیاته کړې چې باید د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت د ۵۰ کلونو له تجربو څخه ګټه واخیستل شي.
نوموړي دغه راز ویلي چې چین او اروپايي ټولنه يو د بل ملګری دی، همکاري د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو اصلي جريان دی ، کلیدي ارزښت یې خپلواکي ده او د پراختيا راتلونکی یې ګډې ګټې دي.
هغه زیاته کړه چې دواړه خواوې باید د سږ کال د لوړې کچې تماسونو له لارې د همکاریو روحیه لا پیاوړې کړي، تر څو راتلونکي پنځوس کلن پړاو لا ډېر پیاوړی، خپلواک، لا ډېر هوښیار او ثابت، او ښه لرلید ولري.
هغه زیاته کړه چې، د چین پرمختګ د نننۍ نړۍ د سولې د ځواک د زیاتېدو نښه ده.
ده وویل: موږ چمتو یو چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره، په ځانګړي ډول د هغو اروپایي هېوادونو سره چې غواړي له چین سره همکاري وکړي، فرصتونه شریک کړو، د بشریت مشترکه ځمکه په ګډه وساتو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه په ګډه اباده کړو.
































