د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۳مه نېټه د جرمني په برلين کې له خپل جرمني سيال جوهان وادیفول سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماسۍ او امنيت اتم پړاو ستراتيژيکې خبرې اترې تر سره کړې.
وانګ يي وويل، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ لږه موده مخکې د جرمني له صدراعظم فريدريچ میرز سره ټيلېفوني خبرې وکړې او دواړو مشرانو په راتلونکې مرحلې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لور روښانه کړی.
وانګ يي دغه راز وويل، چې پر متقابل درناوي ټينګار کول، څنډې ته د اختلاقونو په پرېښودلو سره د ګډو نظريو لټول او د ګټې – ګټې همکارۍ موندل د چين او جرمني ترمنځ د اړيکو د دوامدار پرمختګ اصلي سبب دی.
دواړو خواوو د اوکراين د کړکېچ، د ايران د اټومي مسئلې، د منځني ختيځ وضعيت او څواړخيزې ستراتيژيکې همغږۍ په اړه د نظريو تبادله وکړه او هوکړه يې وکړه، چې خپلمنځي نژدې اړيکې وساتي او د اوربند د هڅولو او د شخړو د سوله ييز حل لپاره ګډې هڅې وکړي.
































