د يوې تازه نړیوالې نظرسنجۍ پايله ښيي، چې د تېرې مې تر پايه په نړۍ کې د چين د محبوبیت کچه لوړه شوې او د ګراف کچه یې ۸.۸ ته پورته شوې ده او د امريکا د نړيوال محبوبیت د ګراف شمېر بیا منفي ۱.۵ ښودل شوی دی.
په نړۍ کې د چين د محبوبیت لوړه کچه د دې ښکارندويي کوي، چې د ډېرو هېوادونو خلک له دغه هېواده خوښ او راضي دي.
ډېرو نړيوالو نظرسنجيو دا حقیقت را برسېره کړی، چې نړيوال چين ته په ډېر دوستانه او مثبت نظر ګوري.
له چين سره د نړیوالو د محبوبیت د لوړېدو رمز په څه کې دی؟
۱. چين پر سوله يیز پرمختګ ټينګار لري.
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپه پورته شوې، چين د همغږۍ مفکورې په عملي کولو سره متزلزلې نړۍ ته ثابت عوامل برابر کړي، د نړيوال پرمختګ، نړيوال خونديتوب او نړيوال تمدن نوښتونه او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې يې وړاندې کړي او د نړيوالو ستونزو د هواري لپاره يې خپل اغېزمن پلانونه برابر کړي دي.
۲. چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره بې ساري خدمتونه کړي.
د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين د خدماتو کچه ٪ ۳۰ او اقتصادي وده يې د نړۍ په مخکښ ځای کې ساتل شوې ده.
د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ نوښت پر وړاندې کېدو څه باندې لس کاله تېر شوي، چې تر دې دمه یې د بې شمېره خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راوستلي دي.
کله چې اوه لويو صنعتي هېوادونو يا جي ۷ په خپله سرمشريزه کې د “کوچني انګړ او لوی دېوال“په جوړولو بحث کولو، نو چين همغه مهال د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره په سرمشريزه کې د ۱۰۰ همکاريزو سندونو هوکړې لاسلیک کړې.
کله چې امريکا د نورو هېوادونو پر ضد د تعرفې جګړه راپورته کړه، نو چين له ۳۰ هېوادونو او سیمو سره د ازادې سوداګرۍ ۲۳ تړونونه لاسليک کړل او ۵۳ افريقايي هېوادونو ته يې د ٪ ۱۰۰ لېست شوو مالونو د صفر تعرفې امتياز ورکړ.
د ماليزيا صدراعظم انور همغه مهال رسنيو ته په ډاګه وويل: ((چين نه يوازې ثبات راوستلی، بلکې د لرې راتلونکي هيلې يې هم راټوکولې دي.))
د چين لوړ نرم کلتوري ځواک د دغه هېواد په اړه د نړيوالو پوهاوی لوړ کړی دی.
د چين ((لابوبو)) نانځکې، د افسانو او کارټوني فلمونو مشهورو کريکټرونو ((نيجا)) او ((وو کونګ)) ډېر بهرني مينوال راجلب کړي او د ټولنيزو رسنيو ډېرو بهرنيو فعالانو په دغه هېواد کې ژوندۍ خپرونې کړي او ډېر لايکونه او کمېنټونه يې ترلاسه کړي دي، دغه راز د چين لنډو سريالونو په بهرنيو هېوادونو کې د انټرنېټ کاروونکو لخوا هم لاس په لاس شوي…… دغو پديدو د لوېديځو رسنيو خنډونه مات کړي او نړيوالو ته يو لرغونی او نوښتګر معاصر چین ورپېژندلی دی.
د يادونې ده چې چين د ورخلاصون او ټولشموليت يو لړ عملي اقدامات غوره کړي او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يې اړيکې نږدې کړې دي. د هغو هېوادونو شمېر چې چينايانو ته يې له ويزې پرته د سفر اجازه نه ده ورکړې، خو اتباع يې له ويزې پرته چين ته سفر کولی شي، ۴۷ ته پورته شوی دی.
په تېر ۲۰۲۴م کال کې له ويزې پرته چين ته د بهرنيانو د سفر شمېر ۲۰ ميليونه ښودل شوی، چې دا د وړم ۲۰۲۳م کال د ورته شمېر په پرتله ٪ ۱۱۲ زياتوالی ښيي. دغه راز چين بهرنيانو ته د ويزو د ورکولو، د تعرفو د بېرته ورکولو او د پيسو تاديې په برخو کې ډېرې اسانتياوې برابرې کړي او بهرنيان اوس يو واقعي او جامع چين احساسولی شي.
له چين سره د نړيوالو د محبوبيت لوړه کچه په ښکليو او ښو خبرو نه، بلکې د پرله پسې او عملي کارونو په پایله کې لوړه شوې ده.
چين له خپل بصيرت او برتريو کار اخلي او له نورو هېوادونو سره د متزلزلې او بدلېدونکې نړۍ د ابادۍ او ښېرازۍ په هڅه کې دی.
































